- مطابق
خبر:
پاکستان او روسیې یو دوه اړخیزسوداګریز تړون لاسلیک کړ، چې موخه یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کول او د بیو ټیټول دي. دغه تړون د اسلامي هېوادونو د درې ورځني اقتصادي کنفرانس په ترڅ کې لاسلیک شو، چې د ۲۰۲۳م کال، د مې په ۱۹مه د روسیې په کازان ښار کې پای ته ورسېد. په یاد کنفرانس کې د ۸۵ هیوادونو استازو برخه اخیستې وه چې د اقتصادي مفکورو د تبادلې لپاره یې یو پلټ فارم رامنځته کړ.
تبصره:
له څه وخت راهیسې په پاکستان کې داسې روایتونه اورېدل کېږي، چې روسیه د دغه هېواد د ګټو خوندي کولو لپاره تر ټولو غوره ټاکنه ده؛ ځکه چې له جغرافیایي اړخه نیږدې ده، د امریکا په څېر اړیکې نه مشروطې کوي او د انرژۍ له لېږد سره هم مخالفت نه لري. دغه روایتونه د پوځ په ملاتړ خپرېږي چې پاکستان په خپل بهرني سیاست کې خپلواک وښيي او د امریکا د اوامرو پر وړاندې د پوځي رهبرۍ تسلیمي پټه کړي.
د پاکستان او روسیې ترمنځ وروستی لاسلیک شوی اقتصادي تړون د یوه داسې ثبوت په توګه ښودل کېږي چې ګواکي پاکستان د امریکا له کنټرول څخه ځان خلاصوي او دا جرات په داسې حال کې کوي چې روسیه پر اوکراین د برید په سبب د غرب تر سختو بندیزونو لاندې ده. خو یو تکړه او دقیق جیوپولیټیکي څارونکی پوهېږي چې دغه روایتونه ناسم او له واقعیت څخه لرې دي؛ ځکه چې د پاکستان او روسیې ترمنځ اړیکې د دغو دوو هېوادونو لپاره د امریکا د پلان یوه برخه ده.
امريکا هيڅکله له دې سره ستونزه نه لري چې غلام یې له سیال یا هغو کسانو سره اړیکې ولري چې خپلو سټراټیژیکو ګټو ته يې ګواښ ګڼي. بلکې دا یې د سټراټیژیکو ګټو په خوندي کېدو کې مرسته کوي. امریکا سوپرمن (خارق العاده انسان) نه ده او دا چې له کورنیو کړکیچونو سره مخ ده او د نورو جګړو لپاره د خپلو سرچینو استقرار ته اړتیا لري؛ نو له دې سره هېڅ ستونزه نه لري چې روسیه یې له غلام، پاکستان سره اقتصادي اړیکې ټینګې کړي. دا کار مرسته ورسره کوي چې غلام یې ثبات ولري، ځکه چې د امریکا اصلي وېره د پاکستان راپرځېدل، د مخلصو مسلمانانو واک ته رسېدل او د خلافت تاسیس دی.
نو امریکا د خپلو غلامانو ملاتړ کوي چې له سیالانو سره یې اړیکې جوړې کړي. په دغه صورت کې روسیه، د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره، د پاکستان له خراب اقتصاد سره مرسته کوي او د پاکستانیانو په عامه افکارو کې –چې د امریکا ضد دي- امریکا ته د اسلام اباد پر تسلیمۍ پرده غوړوي. ورته حالت د امریکا په نورو غلامانو، لکه سعودي او مصر کې هم لیدلی شو؛ دغه دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د چین تر واک لاندې سازمان BRICS (برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا) غړي شي.
د روسیې لپاره د امریکا پلان هیڅکله دا نه و چې دغه هېواد ویجاړ کړي یا یې له بشپړ راپرځېدو ځان ډاډمن کړي؛ خو د اړتیا پر مهال یې د محدودولو او ډیسیپلین لپاره کار کړی. امریکا د قفقاز او منځنۍ اسیا لپاره د خپلو ستراتیژیکو موخو پر بنسټ، د امنیتي تشې رامنځه کېدو د مخنیوي او پر مهمو سټراټیژیکو او جیو-اقتصادي سیمو د چین د تسلط خنثی کولو لپاره د سیمې د یوه ځواک په توګه د روسیې له شتون سره ستونزه نه لري. خو کله چې روسیه خپله پښه تر کرښې اړوي، امریکا تیاره ده چې روسیې ته درس ورکړي؛ لکه په ګرجستان، کریمیه، سوریه او داسې نورو دوسیو کې. نو روسیې ته په اکراین کې د جګړې د دام ایښودو یو سبب دا و چې په سوریه کې د سرو کرښو ماتولو لپاره سزا ورکړي. دا هر څه روښانه کوي چې پر روسیې د غرب د ټولو بندیزونو سربېره، امریکا ولې له پاکستان یا هند سره د دغه هېواد په اړیکو کې ستونزه نه لري. دغه اړیکې د روسیې دولت ته اجازه ورکوي چې د اوبو پر سر پاتې شي او په مهمو سټراټیژیکو سیمو کې د لنگر په توګه عمل کولو ته دوام ورکړي.
په پایله کې، د روسیې او پاکستان اقتصادي اړیکې په دې معنی نه دي چې د پاکستان په بهرني سیاست کې بدلون راغلی یا دا چې په پرېکړو کولو کې دې خپلواک وي؛ بلکې دا خبره د روسیې او پاکستان لپاره د امریکا په پلان کې شته. رښتینې سټراټیژیکه خپلواکي هغه وخت راځي چې د پاکستان د پوځ تشکیلات د امریکا له کنټرول څخه ځان خلاص کړي او هغو مخلصو مسلمانانو ته نصرت ورکړي، چې نه یوازې د پاکستان، بلکې د ټولې اسلامي خاورې د ازادولو لپاره د خلافت د بیا تاسیس هوډ لري.
د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره
محمد ابو داوود
ژباړه: فریدون محتاط